ننګرهار کې ناپیژنده وسله والو د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی
د ننګرهار چارواکي وایې جلال اباد ښار کې ناپیژنده وسله والو د ملي امنیت یو کارمند وژلی او یو بل ملکي وګړی یې ټپي کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل، نن د تلې په ( ۳۰) نیټه سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند بې بي حوا لېسې ته څیرمه د ناپیژنده وسله والو په برید کې د ملي امنیت یو کارمند وژل شوی او یو بل محصل ټپي شوی دی.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی. او نه هم تراوسه د دغې پیښې څرنګوالی څرګند شوی دی.