په لغمان کې د موټر بم په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې د موټر بم برید په پایله کې دوه تنه سرتیري او یو ملکي وګړی وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن ( تلې ۲۴) د سهار په ۶:۰۰ د الیشنګ ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې رامنځته شوي ده.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې په دې چاودنه کې د دوه پولیس سرتیرو په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۶ تنو امنیتي سرتیرو په ګډون ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د لغمان د والي ویاند،اسدالله دولتزي خاور میانه ته وویل چې بمونه په یوه «مازدا» موټر کې ځای پر ځای شوي و چې د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې یې چاودنه ورکړل شوي ده.

نوموړي څرګنده کړه چې ددې پیښې ټپي شوي ټول ملکي وګړې ماشومان په ځانګړې ډول د ښوونځي زده کوونکې دي چې روغتون ته لیږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *