۸.۵ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ترسره کیږي

د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د ۵ کالو څخه کم عمره  ۸.۵ میلیونه ماشومانو ته د فلج( پولیو) واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پروګرام نن سهار( تلې ۲۲) د ټول هېواد په ۳۲۴ ولسوالیو کې پیل او پینځه ورځې به دوام ومومي.

د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې کمپاین کې به د پینځو کالو کم عمره ۸.۵ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د اعلامیې څخه په نقل،د پولیو د واکسینو تازه کمپاین زیاتره په هغه سیمو کې عملې کیږي چې د سږکال په لمړیو کې یې ماشومان په کمتر ډول د پولیو د پوښښ لاندې نیول شوي و.

د اعلامیې په یوه برخه کې د عامې روغتیا د وزیر څخه په نقل راغلی دي چې«مونږ د هیواد په ځینو برخو کې  د واکسینو د تطبیق په برخه کې د رامنځته شوي اوږده ځنډ له امله اندیښمن یوله همدې درکه ګڼ ماشومان د پولیو د وایروس له خطر سره مخ شوي و.»

په هېواد کې ماشومانو ته د پولیو د واکسینو د تطبیق نوی پروګرام په داسې حال کې پیل کیږي چې دغه ناروغي په ډېری هېوادونو کې پای ته رسیدلې او یوازې په افغانستان،پاکستان او نایجریا کې شتون لري او هرکال له ماشومانو قرباني اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *