په غزني کې موټر بم چاودنې څلور تنه ټپیان کړي

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوه موټر بم چاودنې په  پایله کې څلور ولسي پاڅوونکي ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وایې دغه پیښه نن  ماسپښین ۱:۳۰ بجه د تلې په ( ۱۳)  نیټه د مقر ولسوالۍ په چهارده  سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي پروینا دغه چاودنه د چاودیدونکو توکو څخه د ډک ټونس موټر پرمټ وه، چې د ولسي پاڅوونکو پر پوستو د چاودنې په موخه چمتو شوی وو، چې د امنیتي ځواکونو له لورې موخې ته له رسیدو وړاندې له منځه ویوړل شو.

نوري زیاته کړه چې د دغه موټر بم په چاودنه کې څلور تنه ولسي پاڅوونکي ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې د امنیتي ځواکونو پوستې له منځه وړل شوي او یو شمیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *