د افغانستان د رڼو ټاکنو پر تضمین د امنیت شورا ټینګار

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماندانو ته د رایې اچونې په پروسه کې د افغانستان د خلکو د ګډون څخه د هرکلي ترڅنګ ددې پروسې د روڼوالي پر تضمین ټینګار وکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملګرو ملتونو د سازمان د ملې امنیت شورا وړمه شپه په یوه اعلامیه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو څخه وغوښتل چې د رایو په شمېرلو کې دقیق واوسي.

په اعلامیه کې د رایو شمېرلو بهیر پر شفافیت او د ټاکنو د پایلو په مساویانه توب جدې ټینګار شوی دی.

د اعلامیې څخه په نقل ،«د امنیت شورا غړي د افغانستان د ټولو ټاکنیزو ادارو په ګډون د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون څخه غواړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان د خلکو رایي په دقیق ډول شمېرل کیږي او پایلې یې په منصفانه ډول د ټولو په ګډون سره په شفاف ډول تعینیږي».

په ورته وخت کې د امنیت شورا د ټاکنو له نوماندانو هم غوښتي دي چې د وخت څخه مخکې  د پایلو له اعلان څخه ډډه وکړي او د ټاکنو کمیسیون اصولو ته ژمن پاتي شي.

ټاکنو کمیسیون ته د رسول شویو رایو د شمېرنې بهېر پیل شوی او د ټاکل شوي مهال ویش له مخې به د هېواد د جمهوري ریاست د ټاکنو لمړنۍ پایلې د تلې د میاشتې په ۲۷ او نهایي پایلې به د لړم د میاشتې په ۱۶ اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تنظیم شویو درغلیو په اړه اندیښنې شتون لري،په ټولنیزو پاڼو کې ویډیوګانې خپرې شوي چې ددغه کړنو تصدیق کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اعلان پر بنیاد د میزان د شپږمې په ټاکنو کې له ۲ میلیونه ۵۶۰ زرو څخه زیاتو په شرایطو برابرو کسانو رایه ورکړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *