په بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې راکټي برید

په بغداد کې د امریکا سفارت د څوم وار لپاره د راکټي برید هدف ګرځیدلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د تیرې شپې په نیمایي برخه کې د عراق په پلازمینه بغداد ښار کې د امریکا د سفارت په لورې دوه راکټونه پیر شوي دي.

السومریه نیوز په یوه راپور کې د عراق د امنیتي سرچینو څخه په نقل راوړي دي چې ددغه راکټونو له لګیدو وروسته د «بغداد» په شنه سیمه کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

سرچینو ویلي دي چې راکټونه د الدوره سیمې «۶۰ سړک» ته نږدې د «الاثار» له سیمې پیر شوي دي.

د عراق د امنیتي سرچینو په وینا،دغه راکټونو تلفات نه دي اړولي او د عاملینو د پیژندل کیدو په اړه یې څیړني پیل شوي دي.

د عراق د ډېرې دولتي ادارو له ډلې پارلمان او د عراق د لمړي وزیر اداره د امریکا د سفارت سره یوځای د بغداد په شنه سیمه کې موقعیت لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *