د هلمند په هوایې برید کې ۴۰  ملکي وګړي وژل شوي

د هلمند ولایتي شورا وایې په موسی قلعه ولسوالۍ کې په  هوایې برید کې  د ښځو او کوچنیانو  په ګډون لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پیښه تیره شپه ناوخته د موسی قلعه ولسوالۍ په « شواروز » سیمه کې په داسې مهال رامنځ ته شوې چې خلک  د واده دخوښې په نماځلو بوخت ول.

د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجید اخوندزاده، وایې بهرنیو او داخلي ځواکونو د یوه واده مراسم د بمبار هدف ګرځولي.

د نوموړي په خبره په دغه پیښه کې د کوچنیانو او ښځو په ګډون ۴۰ تنه  ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي.

اخوندزاده څرګنده کړه ، چې د دې پیښې د وژل شویو کسانو په منځ کې د یوې کورنۍ ۱۵ غړې شامل دي.

په ورته وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي چې تیره شپه د افغانستان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په مرسته په موسی قلعه ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۵ غړې وژل شوي او د هغویو د مهماتو یو زیرمې ته هم چاودنه ورکړل شوي ده.

ځواک د ملکي وګړو تلفات هم تایید کړل؛ مګر ویې ویل چې لا تر اوسه مالومه نه ده چې دغه تلفات د هوایي انداختونو له وجې رامنځته شوي که د وسله والو طالبانو د مهماتو د زیرمه تون د چاودنې له امله رامنځته شوي دي.

مګر عبدالحمید اخوندزاده د خاور میانه سره په خبرو کې وویل چې د موسی قلعه ولسوالۍ په دوه سیمو کې عملیات ترسره شوي چې په یوه سیمه کې د واده مراسم په نښه شوي او په بله سیمه کې عملیات د طالبانو پر مورچو ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د کورنیو او بهرنیو امنیتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې ۲۲ تنه بهرني طالبان وژل شوي چې د پاکستان او بنګله دیش اوسیدونکي دي.

لا تر اوسه امنیتي ارګانونو او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د ملکي وګړو د وژل کیدو په اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *