په امریکا کې د مودې بې سارې هرکلی؛ هند د امریکا ریښتینی دوست دی

د امریکا جمهور ريیس په تګزاس ایالت کې د هند د لمړي وزیر په بې سارې هرکلي ترسره کولو سره وویل:«ډهلی د امریکا رښتینی دوست دی».

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، تیر ماښام د امریکا په تګزاس ایالت کې د هند د لمړی وزیر نریندرا مودې ته د امریکا د خلکو لخوا بې سارې هرکلی وویل شو.

د هرکلي په دې مراسمو کې نږدې ۵۰ زره کسانو شتون درلود او د تګزاس ایالت په هوستون ښار کې د یوه بهرني مشر لپاره بې سارې هرکلی بلل شوی دی.

د امریکا جمهور ريیس د خلکو په دې غونډه کې وویل:«دا پیښه د تاریخ یو ژوره پیښه ده».

ټرمپ دغه پیښه د « د مودي د احوال اخیستنې »په توګه یاده کړي او څرګنده یې کړه چې خوښ دی په تګزاس کې د امریکا د یوه لوي،وفاداره او قرباني ورکوونکي دوست سره حاضر دی.

نوموړي هند د امریکا رښتینی دوست وباله.

په ورته وخت کې نریندرا مودي وویل چې هند د سپینې ماڼۍ سره رښتینې ملګرتیا لري.

د هند لمړي وزیر څرګنده کړه چې«ټرمپ د شرکتونو د مدیریت څخه د ټولو ځواکونو د قومندان کېدو پورې،د مدیره پلاوې څخه تر جمهوري ریاست پورې،ګټور ثابت شوی دی».

ویل کیږي چې مودي د یوې اوونۍ د سفر لپاره امریکا ته تللی او په سوداګریزو مذاکراتو کې د ګډون ترڅنګ به د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې هم ګډون وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *