جلال اباد ښار کې چاودنې یو تن وژلی او یو بل یې ټپی کړی

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند څلورمه ناحیه کې د یوې چاودنې خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د وږي په ( ۳۱)  نیټه سهار  شاوخوا ۱۰:۲۰ بجې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار  څلورمې ناحې کې په یوه ټوډي موټر د نښلول شوی ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی او يوبل ټپي شوی دی.

تر اوسه ددې چاودنې مسوولیت کومې  ډلې  او یا هم کوم شخص په غاړه نه دی اخیستی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *