د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ د «مبین» عملیاتو په لړ کې له دوه کالو وروسته په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو څخه تصفیه شوي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جغتو ولسوالې د شپې په نیمایي برخه کې په بشپړ ډول تصفیه شوي او امنیتي ځواکونو پرې د هېواد بیرغ پورته کړی دی.
د غزني ولایت د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ګډ افغان امنیتي ځواکونه د دوه شپو ورځو په اوږدو کې بریالي شوي چې د جغتو ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
د خبرپاڼې څخه په نقل،د ولسوالۍ له تصفیې وروسته له مخکې څخه په مشخصو شویو سیمو کې د قیاق درې په لار چې د اجرستان،ناور،جاغوري او مالستان ولسوالۍ د غزني له مرکز سره نښلوي د بیزونو او امنیتي پوستو د جوړونې کار پیل شوی دی.
په جغتو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د «مبین» عملیاتو په جریان کې طالبانو ته تلفات اوښتي او په څنګ کې یې ۱۱ تنه نیول شوي او د امنیتي ځواکونو له لوري د ۱۵ کړیو څخه زیات ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.