پاکستان «ډیورند» رسمي پوله ګڼي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هېواد د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه بې اساسه بللي او وایي چې د دواړو هېوادونو تر مینځ سرحد د نړیوالو قوانینو او  معاهداتو له مخې پیژندل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بهرنیو چارو وزارت د ۲۴ ساعتونو لپاره د تورخم پولې د پرانیستل کیدو وروسته د هغې له لوحې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي و چې «ډیورند د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله نه ده.»

مګر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت،ددې اعلامیې خپریدل غیر قانوني ګڼلي او په څرګنده یې ویلي دي چې د د نړیوالې ټولنې له لوري د دواړو هېوادونو تر مینځ دغه پوله د نړیوالو قوانینو او  معاهدو پر بنسټ پیژندل شوي ده.

د بهرنیو چارو وزارت د نن ورځې ( وږي ۳۰)په اعلامیه کې راغلي دي«د افغانستان او پاکستان تر مینځ د ګډې پولې موضوع د نړیوالې ټولنې له لوري په نړیوالو قوانینو او معاهدو سره د دواړو هېوادونو د رسمي پولې په توګه پیژندل شوي ده».

په دې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د ۲۴ ساعتو لپاره د تورخم د پولې خلاصیدل د هېواد د خلکو او سوداګرو ته د سهولت رامنځته کولو په لار کې  یو مثبت ګام دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات ټینګار کړی دی چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه سولې او یو له بل سره  د دواړو هېوادونو د مرستې اراده تر پوښتنې لاندې راولي چې باید د دا ډول اعلامیو له خپریدو ډډه وشي.

اوسني کړکیچونه په داسې حال کې رامنځته شوي چې د ۲۴ ساعتونو لپاره تورخم د دروازې د پرانیستې په نصب شوي لوحه باندې ،دغه سیمه د افغانستان ـ پاکستان د رسمي پولې په توګه یاده شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *