ننګرهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي

د ننګرهار چارواکي وایې جلال اباد ښار اړوند پنځمه ناحیه کې یوې چاودنې ۳ تنه تپیان کړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل نن د  وږي په ( ۳۰)  نیټه شاوخوا ۳:۳۰ بجې د جلال اباد ښار اړوند د پنځمې ناحیی په مربوطاتو کې په یو بایسکل کې چاودیدونکې موادو چاودنه کړې، چې په پایله کې یې  یو نظامي او دری ملکې وګړي سطحي ټپیان شوي دي.

ټپیان روغتون ته انتقال شوي او وضعیت یې ښه ښودل شوی.

عیني شاهدان وایې چاودنه د سرحدي پولیسو د یوه چیک پوانټ سره نږدې شوې ده.

د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Author

خروج از نسخه موبایل