نامعلومو وسله والو ننګرهار کې د ملي امنیت یو کارکونکی وژلی
چارواکي وایې نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار اړوند دوهمه ناحیه کې د ملي امنیت یو کارکونکی په ډزو وژلی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وایې، نن د وږي په ( ۲۰) نیټه سهار ۷:۴۰بجې د ننګرهار ملي امنيت رياست يوتن کارکوونکی د دويمې ناحيې په مربوطاتو کې نامعلومو وسله والو وژلی دی.
سرچینې وړاندې زیات معلومات نه دي ورکړي.
د دې پیښې علت لا تراوسه معلوم نه دی او نه هم تراوسه چا د یادې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی.