په پکتیا کې شپږ نیول شوي خبریالان ازاد شول
د پکتیا ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې د طالبانو له لورې یرغمل شوي شپږ خبریالان له دوه ورځو له تیریدو وروسته ازاد شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند ،عبدالله حسرت ،خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه سیمه ایز خبریالان نن سهار( وږي ۱۷) ازاد شوي دي.
د نوموړي پر وینا دغه خبریالان د زرمت د ښار په مربوطاتو کې ساتل کېدل.
حسرت څرګنده کړه چې په دې وجه چې لا تر اوسه یې خبریالان له نږدې څخه لیدلي نه دي د هغوې د روغتیایي وضعیت په اړه مالومات نه شي ورکولای.
دغه خبریالان د جمعې په ورځ د پکتیا ولایت د زرمت ښار په مربوطاتو کې یرغمل شوي و او طالبانو ویلي و چې دوې له لوري په تیروتنې سره دغه کسان نیول شوي دي.
مګر د پکتیا د والي ویاند، د دې خبریالانو د نیولو په اړه د طالبانو تیروتنه ردوي.