د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې لغوه شوي

د امریکا جمهور رئیس په یوې جدې پریکړې سره د قطر په دوحه ښار کې د طالبانو او دې هېواد د استازو تر مینځ د سولې خبرې اترې لغوه کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ دغه پریکړه د امریکا پر وخت د شپې په نیمایي برخه کې ترسره کړي او له دوحې څخه یې خپل استازي بیرته غوښتي دي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي«تقریباً هیڅوک خبر نه و چې د طالبانو مشرانو او د افغانستان جمهور ريیس په جلا توګه په ډیوډ کمپ کې له ماسره وګورې،هغوې نن شپه امریکا ته راتلل».

ټرمپ په دوام کې ویلي چې متاسفانه هغويو( طالبانو) د زور ښودلو په فکر د کابل برید پړه پر غاړه واخیسته چې زمونږ یو  غوره سرتیری او ۱۱ نور کسان یې ووژل.

د امریکا جمهور رئیس ویلي دي چې «زه چټک لیدنه لغوه کوم او مذاکرات بندوم.یوازې چې بدتر شي!هغه کسان چې د مذاکراتو په مهم وخت کې اوربند نه شي کولای او زمونږ ۱۲ بې ګناه کسان وژني،همدارنګه دوې د یوه مانا لرونکي پریکړه لیک لپاره د مذاکراتو وړتیا هم نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د دوحې په ښار کې د خلیلزاد او طالبانو د استازو تر مینځ لسم پړاو خبرې اترې هم پیل شوي وي او تمه وه چې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې پریکړه لیک هم لاسلیک شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *