ننګرهار کې صفر دوه قطعې څلور تنه وژلي دي

۱۴ سنبله ۱۳۹۸

د ننګرهار چارواکي وایې د صفر دوه قطعې په شپنیو عملیاتو کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د صفر دوه ځواکونو له لورې د جلال اباد  ښار  څلورمې ناحېیه کې تېره شپه د عملیاتو له امله څلور تنه وژل شوي .

خوږیاڼی زیاتوي، ددننګرهار ولایتي اداره په رامنځته شوې پېښه نهایت زیات خواشینې ده او ننګرهار والي د جمهور رئیس څخه غوښتي، ترڅو یو لوړ پوړی پلاوی د دې قضیې د څېړلو په موخه را ولیږي او په راتلوونکې کې د ورته ناوړه پېښو مخه ونیسي .

دې پیښې د سیمې خلک سخت غصه کړي، په لاریون یې لاس پورې کړی او له  چارواکو غواړي څو د دې پیښې ځواب ولسونو ته ووایې.

د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې په هوایې بریدونو او شپنیو عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوي او دې چارې خلک اندیښمن کړي دي.

صفر دوه قطعې

ننګرهار


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.