د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

۱۲ سنبله ۱۳۹۸

د سالنګ لویه لار چې د سیلاب د راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي وه له بیا ځلې پاکوالي وروسته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیرې ورځې سیلابونه د دې لامل شوي و چې عمومي لارې ته سیلابي مواد او د تیګو پارچې راوباسي او لار یې د  تګ راتګ پر مخ تړلي وه.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو ریاست وایي چې دغه لار په ۲۸ نقطو کې د سیلابي موادو د صفایي وروسته نن سهار ( وږي ۱۲) په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، یو شمېر وسایط چې د سالنګونو په دواړو لوریو کې بند پاتی و،د صفایي  د عملیاتو له ډلې سره د یوځای کیدو وروسته ورته په دغه لار د حرکت اجازه ورکړل شوي دي.

ویل کیږي چې دم ګړۍ د سړک په غاړو کې سیلابي مواد او تیګې وجود لري چې د صفایي ډلې یې د لیږدونې په حال کې دي.

پرانیستل شوه

سالنګ


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.