د لغمان چارواکي وایې، د وسله والو طالبانو له لوري الیشنګ ولسوالۍ کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د «شمسه خیلو» په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د ولسي وګړو په کور د هاوان مرمۍ لګیدلې چې پرمهال یې د یوې کورنۍ پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي.
نوموړی زیاتوي، ددې پیښې ټول ټپیان د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
د دولتزي په خبره، په شهیدانو کې یوه مور او درې او لادونه یې هم شامل دي.
په ورته مهال د لغمان ولایتي ادارې د وسله والو دغه ډول کړنه په سختو ټکو غندلې او دا چاره یې یو بزدلانه کړنه بوللې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.