په جنوبي سالنګ کې د سیلاب د راوتلو له امله د سالنګ لویه لار د نقلیه وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل شوي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه سیلابونه نن سهار ( سنبلې ۱۱) له څو سیمو راوتلي او عمومي سړک ته د رسوبي موادو او تیګو د پارچو راوړلو لامل شوي دي.
په همدې موخه د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو ریاست اعلان کړی دی چې «دم ګړۍ د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو د ریاست وسایط او ماشینونه د سړک د پاکولو په موخه د شمال او جنوب لوریو څخه په کار بوخت دي».
سرچینې زیاته کړي ده چې په همدې هدف به د سالنګ لویه لار تر بشپړ پاکوالی پورې د تګ راتګ د ټولو وسایلو پر مخ تړلي وي.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د لارې په اوږدو کې د سیلابي موادو د حجم د زیاتیدو له کبله د پاکوالي کارونه زیات وخت اخلې چې په ختمولو سره به یې نقلیه وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
ویل کیږي چې په دې سیلابونو کې د هستوګنې څو کورونه هم ویجاړ شوي دي.