د اسراییل پر یوه نظامي مرکز د حزب الله راکټي برید
د لبنان حزب الله د صهیونیستي رژیم د شمال په سرحدي سیمه کې د دغه هېواد یو نظامي مرکز په نښه کړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه برید د تیرې شپې په نیمایي برخه کې د ټانک ضد راکټ څخه په ګټه اخیستنې سره ترسره شوي ده.
د حزب الله چارواکي وایي چې په دې برید کې د صهیونیستي رژیم یو زرهي موټر له مینځه وړل شوی دی.
په ورته وخت کې صهیونیستي رژیم اعلان کړی دی چې د حزب الله ددې برید په ځواب کې یې پر جنوبي لبنان له ۱۰۰څخه زیات راکټونه توغولي دي.
له بله پلوه د ایران د ملې امنیت شورا عمومي منشي،علي شمخاني د حزب الله عملیات «په سیمه کې د اورلګونې ګواښونو سره د مبارزې لپاره د مقاومت د جبهې ترجماني»ګڼلي ده.
د لبنان د حزب الله او د صهیونیستي رژیم تر مینځ کړکیچونو،لبناني چارواکي وارخطا کړي او د امریکا او فرانسې څخه یې غوښتنه کړي چې ددې کړکیچونو د پای ته رسیدو لپاره منځګړیتوب وکړې.