ننګرهار کې د ۸ ملکي وګړو مرګ ژوبله

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت سره رود ولسوالۍ کې د مخالفینو په بریدونو کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي  او ۶ نور ټپیان شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په «خوسا چینې او بړینې » سیمو کې تېره ورځ د  وسله والو مخالفینو له لورې د توغول شوو هاوان مرمیو د لګیدو له امله دوه ملکي وګړي  وژل شوي او د یوې ماشومې او  څلور میرمنو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي ټپیان روغتون ته انتقال شوي.

د خوږیاڼي په خبره د یادو مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه  امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او  ژر به ټولې سیمې د دوی  له شتون څخه پاکي کړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل