د ننګرهار پوهنتون د استادانو په موټر چاودنه

د ننګرهار چارواکي وایې د جلال اباد ښار د اومې ناحې مربوطاتو کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو په موټر چاودنه شوې، چې څلور تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن سه شنبه د سنبلې په ( ۵) نیټه مازیګر څه کم پنځه بجې د جلال اباد ښار اړوند اومې ناحې کې د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي د ریس په کورولا ډوله موټر چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې د ادبیاتو پوهتځي ریس « استاد پوهاند مسعود نیکبخت » وژل شوی او د نوموړي د یوه زوې په ګډون دوه نور استادان ټپیان شوي.

خوږیاڼی وایې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي، چې روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د پیښې څرنګوالی تراوسه معلوم نه دی او نه هم تراوسه د دیادې پیښې مسولیت چا منلی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *