د عربستان په جنوب د یمن تازه توغندیز برید

د یمن فوځ او انصارالله تازه د عربستان په جنوب کې د عربي ایتلاف نظامي هډه د «زلزال ۱»  درې بالستیک توغنديو په وسیله په نښه کړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د عربي ایتلاف پر مواضعو  د یمن د فوځ د بریدونو د زیاتوالې په تعقیب، تیره شپه د عربستان لویدیځ د درې بالستیک توغندیو په وسیله په نښه شوی دی.

المسیره راپور ورکړی دی چې په دې برید کې د جازان د «جبل النار» په سیمه کې د نظامیانو یو مرکز په نسبي ډول له مینځه وړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د «الخمیش المشیط»  په سیمه کې د عربستان د «ملک خالد» هوایي مرکز هم د یمن د بې پیلوټه الوتکو له لوري په نښه شوی و.

سعودي عربستان لا تر اوسه په دې اړه غبرګون ښکاره کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *