د ننګرهار د حصارک ولسوالی په دوه امنیتي پوستو ډلیز یرید

د ننګرهار چارواکي وایې،  وسله والو طالبانو تیره شپه د دې ولایت د حصارک ولسوالۍ په دوو امنیتي پوستو  ډلیز برید کړی ، چې په کې يو تن وسله وال طالب وژل شوي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسول مبارز اتل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل، د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ په  « تندر او طوفان » پوستو باندې تېره شپه د وسله والو طالبانو له خوا ډله ییز برید شوي،چې د رامنځته شوې جګړې په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوي.

اتل زیاتوي، په یاده نښته کې دوه سیمه ییز پوليس هم  ټپیان شوي دي .

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *