د سمنګان د ولایتي شورا غړی ووژل شو

د سمنګان د ولایتي شورا یو غړی چې د څلورو نورو کسانو سره یوځای د طالبانو له لوري نیول شوی و ،ووژل شو.

د سمنګان د ولایتي شورا رئیس ،حاجي راز محمد خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې سیدعبدالعلیم سادات تیره ورځ  د بغلان ولایت د پلخمري ښار د چشمه شیر له سیمې څخه د وسله والو طالبانو له ځانه سره وړی و.

د نوموړي پر وینا،نن ورځ( سنبله ۳) د سمنګان د ولایتي شورا دا غړی وژل شوی دی.

د سمنګان د ولایتي شورا رئیس وایي چې د ښاغلي سادات جسد سمنګان ولایت ته لیږدول شوی؛ مګر د نوموړي سره د څلورو نورو کسانو د برخلیک په اړه مالومات په لاس کې نشته.

په داسې حال کې چې د سمنګان د ولایتي شورا رئیس وایي چې طالبان د شورا ددې غړې په وژنه کې لاس لري؛ مګر وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *