په کندهار کې په ترافیکي پیښه کې د ۱۸ تنو مرګ ژوبله

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پیښې په پایله کې،شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه ترافیکي پیښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوي چې یو سراچه موټر د ۱۸ تنو سپرلیو سره له سړک څخه واوښت.

د کندهار سیمه ایز چارواکي وایي چې په دې پیښه کې د موټر چلوونکي په ګډون شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې دغه کسان د یوې کورنۍ غړې و،او د یوه واده په مراسمو کې د ګډون لپاره کندهار ښار ته روان ول.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا د وزارت د مالوماتو له مخې،د سږکال په تیرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې نږدې شپږ زره ترافیکي پیښې ثبت شوي دي چې په پایله کې یې ۳۲۲ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ زره نور کسان ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *