په بګرام کې د امریکایي ځواکونو پر کاروان ځان وژونکی برید

د شپې په نیمایي برخه کې د پروان ولایت بګرام مرکز ته نږدې د امریکایي ځواکونو کاروان د ځان وژونکي برید هدف وګرځید، طالبانو ویلي چې په دې برید کې اووه امریکایي سرتیري وژل شوي او څلورتنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،امنیتي سرچینو د رسنیو سره په خبرو کې دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي چې پیښه وړمه شپه د ۱۱:۰۰ بجو په شاوخوا کې د بګرام ولسوالۍ د سر صیاد په سیمه کې رامنځته شوي ده.

دې چارواکو ددې پیښې له وجې د اوښتي زیانونو په اړه مالومات وړاندې کړي نه دي.

وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ددې ډلې ویاند ،ذبیح الله مجاهد پر خپل ټويټر ویلي دي چې په دې برید کې دوه امریکایي ټانکونه ویجاړ شوي ،اووه امریکایي سرتیري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم امریکایي  او قاطع ملاتړ ځواکونو په دې اړه مالومات وړاندې کړي نه دي؛ مګر جنرال «ساني لیجیټ» پر خپل ټویټر امریکایي ځواکونو ته د ته د تلفاتو اوښتو ادعا رد کړي ده.

دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې اوس مهال په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې د خبرو اترو نهم پړاو جریان لري او د دواړو لوریو تر مینځ د سولې تړون پر لاسلیک جدې بحثونه روان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *