پر ارګ د دوستم بې ساری برید

د جمهوري ریاست لمړی مرستیال پر ارګ باندې په یوه بې ساري برید کې وایي چې،ارګ او کوچنی ټیم یې د خلکو د غولونۍ لپاره د حکومت له نامه څخه ګټه اخلې او د امنیت د ټینګښت وړتیا نه لري.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،جنرال دوستم وړمه شپه د جوزجان ولایت د یو شمېر علماوو،ولایتي شورا له استازو،ښځو او ځوانانو سره لیدلي او د هېواد پر مهمو مسایلو یې ورسره بحث کړی دی.

د جمهوري ریاست د لمړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوستم په دې لیدنه کې ویلي دي «ارګ د امنیت د راوستنې او امنیت تامینولو وړتیا نه لري.»

د جمهوري ریاست لمړي مرستیال د خپلو امنیتي پلانونو په بیانولو سره ټینګار کړی چې ددې طرحو د عملې کولو لپاره د دولت له لوري هېڅ ډول پاملرنه نه ده ترسره شوي.

دوستم څرګنده کړه چې د افغانستان خلک د اوسني حکومت د بدلون غوښتونکي دي او دا بدلون به په بشپړ تدبیر سره راولي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ارګ کوچنۍ ډلې عوامو ته په دوکه ورکولو او فریب سره د سولې په پروسه او مذاکراتو کې د ناپیژانده اشخاصو په واسطه د حکومت له نوم څخه کار اخلي چې نه په طالبانو کې پوره شناخت لري او نه هم د افغانستان په ملت کې.

دوستم څرګنده کړه چې ارګ غواړي چې د قومونو د افرادو تر مینځ د بې اتفاقۍ د سیاست څخه په کار اخیستنې سره خپل حکومت ته دوام ورکړي؛ مګر د افغانستان ملت هیڅکه هم اجازه نه ورکوي تر څو د ارګ ټیم یو ځل بیا له چل او دوکې کار واخلې او یوه بله دوره حکومت وکړې.

د جمهوري ریاست د لمړي مرستیال په باور؛ارګ پر خپل ناسم او بې نتیجې سیاستونو سره د هېواد په سطح امنیتي حالات نازک کړي او دې کړنې په هېواد کې د قومي او سمتي جګړیو اندیښنې زیاتي کړي دي.

جنرال دوستم وویل چې د نورو په وړاندې د ارګ تنګ نظري ددې سبب شوي چې یوه کوچنۍ کړۍ د واک څخه پر استفادې خپلې عقدې وپالي او دې سیاست د تاریخ په اوږدو کې منفي پایله ورکړي ده.

د جمهوري ریاست د لمړي مرستیال دا څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي چې د هېواد په لویه برخه کې وضعیت انديښمنونکی دی او پر دغه سیمو د وسله والو طالبانو لخوا د برید احتمال هم موجود دی.

Author

خروج از نسخه موبایل