روسیه نوي توغندي جوړول تر کار لاندې نیسي

روسیې اعلان کړی دی چې د امریکا د وروستیو اقداماتو په ځواب کې؛احتمال شته چې مسکو د نویو توغندیو د تولید ازموینې پیل کړي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،روسیې اعلان کړی دی چې د اتومي وسلو د منع کولو  تړون له ځنډولو او اتومي تړون څخه د امریکا وتل د قوانینو څخه بهر ول.

د اتومې مرکز د برنامې مدیر «ایوان ټیمافییف» د روسیې د «والدای» ددغه هېواد رسنیو ته ویلي دي چې تر څو چې امریکا توغندي  ونه دروي،روسیه به هم اقدام ونه کړي؛ مګر هر ډول اقدام، مسکو دې ته اړ کوي کوي تر څو  د نویو توغندیو د تولید په برخه کې هڅه وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اوسني رامنځته شوي شرایط کولای شي دداسې وضعیت سبب وګرځي چې د هر یوه اړخ اقدامات د بل لوري څخه موازي ځواب له ځانه سره ولرې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې امریکا د جنوبي کوریا سره یوځای د اسیا په ختیځ کې په یوه نظامي روزنه کې تازه تجهیزات نندارې ته وړاندې کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *