د قاطع ملاتړ ماموریت د افغانستان په جګړه کې د دوه نورو امریکایي سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،قاطع ملاتړ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه دوه امریکایي سرتیري تیره ورځ وژل شوي دي.
سرچینې د دغه دوه امریکایي سرتیرو د هویت او وژل کیدو د کره ځای په اړه مالومات وړاندې کړي نه دي؛مګر په اړه یې د څیړنو د پیل کېدو خبر ورکوي.
د امریکا د دفاع وزارت د سیاسیت له مخې،په جګړه کې ددغه هېواد د وژل شویو سرتیرو هویت له پیښې یوه ورځ وروسته اعلانیږي.
ددې دوه سرتیرو په وژل کېدو سره د روان میلادې کال د پیل څخه تر اوسه پورې د وژل شوي امریکایي سرتیرو شمېر ۱۴ تنو ته ورسید.
څو ورځې وړاندې،د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ملې اردو د یوه سرتیري له لوري په یوه خپل منځي برید کې هم دوه امریکایي فوځیان وژل شوي و.
دا دوه امریکایي سرتیري په داسې حال کې وژل کیږي چې د امریکا او طالبانو د استازو تر مینځ خبرې اترې وروستۍ مرحلې ته رسیدلي او د دوه اړخیز تړون کیسې هم روانې دي.