په کابل کې د واده پر مراسمو مرګونې چاودنه

تعقیبي؛ د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د واده په مراسمو کې د مرګونې ځانوژونکي برید په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او ۱۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د ۱۰:۴۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د بهادر خان سیمې «شهر دبۍ» د ودونو هوټل په داخل کې رامنځته شوي ده.

ځینو سرچینو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۰ څخه د زیاتو وژل شویو او ۱۲۰ څخه د زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دې سرچینو ویلي دي چې په شمېرو کې د بدلون احتمال شتون لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې د «شپې د ۱۰:۴۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د شپږمې حوزې مربوط د دبۍ ښار هوټل په داخل کې یوه ځان وژونکي بریدګر پر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه،متاسفانه په دغه چاودنه کې ملکي وګړو ته تلفات واوښتل ».

وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی نه دی او دغه برید یې غندلی دی.

نور جزئیات…

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *