په بلخ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د ۱۱ تنو ملکي وګړو ژوند واخیست
د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د دولت اباد ولسوالۍ چارواکو ویلي دي چې دا پیښه نن سهار ( زمري ۲۷) د دې ولسوالۍ په «حیاتان» کلې کې رامنځته شوي ده.
د دولت اباد ولسوال محمد یوسف وایي چې په دې پیښه کې د ملکي وګړیو پر یوه سراچه موټر باندې د سړک غاړې ماین چاودنه کړي ده.
د نوموړي پر وینا،سراچه موټر د حیاتان له کلې څخه د مزار شریف په لوري په حرکت کې و چې د لارې په اوږدو کې د سړک د غاړې پر ماین برابر شوی او ۱۱ سپرليو یې ژوند بایللی دی.
یوسف څرګنده کړه چې د وژل شویو په مینځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.