د ایران سره د امریکا د جګړې په اړه د نصرالله ګواښ

د لبنان حزب الله عمومي منشي امریکا ته ګواښ وکړ چې د ایران سره جګړه ترسره کول یعنې په دې جګړه کې به د هر اړخ څخه مقاومت وي او ټوله سیمه به اور اخلې.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،سیدحسن نصرالله د ۳۳ ورځنۍ جګړې د بریا په مناسبت  وینا کې څرګنده کړه چې ایران د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو سره خپل زړورتیا ثابته کړه.

نصرالله څرګنده کړه چې د ایران پر وړاندې د امریکا د جنګ د اعلان څخه ځان ساتل یوه لویه لاسته راوړنه ده؛ مګر دا ثابتوي چې ټرمپ د ایران نظامي قدرت ته متوجه دی او ټینګار یې وکړ چې د ایران سره جګړه کول یعنې د هر اړخ څخه مقاومت دی او ټول سیمه پرې اور اخلې.

نوموړي په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې د امریکا رول ته په اشارې سره وویل«بولټن په نیویارک کې عربي هېوادونو ته ویلي و چې د حزب الله تر ماتي او خلع سلاح کېدو پورې جګړه ونه دروئ،کومې اسانتیاوي چې نن ورځ یې په واک کې لرم په هیڅ دلیل د ۳۳ ورځنۍ جګړې له شرایطو سره د مقایسې وړ نه ده».

له بله پلوه، نصرالله هم ټینګار وکړ چې  د ۳۳ ورځنۍ جګړې د پاې ته رسیدو وروسته،همیشه د روزنې او تجربې او پرمختګ  ترلاسه کولو په حال کې یو،او که چیرې بیا ځلې صهیونیستي رژیم پر هغوې یرغل وکړي د لبنان د جنوب ټوله خاوره به د تل پاتي مربع په څیر وي چې نن ورځ په هغې کې جشن لمانځو او په مستقیم ډول ممکن د اسراییل د له مینځه وړلو شاهده هم واوسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *