د افغانستان په اړه د امریکا د مشرانو مهمه ناسته
د امریکا دولتي او نظامي مشرانو په سپینه ماڼې کې په یوه مهمه ناسته کې د افغانستان سوله او له طالبانو سره هوکړه لیک بر رسي کړی او وروستی کوي یې.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دغه ناسته نن د زمري په ( ۲۶) نیټه په سپینه ماڼې کې تر سره شوې.
ترامپ په خپل ټویټر کې لیکلي « دافغانستان په اړه یو ډیره ښه ناسته پای ته رسیدلې. مونږ هیله مند یو، چې د ۱۹ کلنۍ جګړې له ښکیلو طرفونو ( طالبانو ) سره هوکړې ته ورسیږو »
د راپورونو له مخې د سپینې ماڼې په دغه مهمه ناسته کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ولسمشر مرستیال ایسپیر، د دفاع وزیر جان بولتن، د ملي امنیت مشاور جنرال دانفورد، د امریکا د نظامي ځواکونو قومندان هاسپیل، د « سی آی ای » ریس او د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ګډون لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره اونۍ په قطر کې د امریکا له طالبانو سره د سولې دخبرو اترو اتم پړاو پای ته ورسید او خلیلزاد د راپور وړاندې کولو په موخه واشنګټن ته تللی وو او په دې ورستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو اوازې زیاتې شوې دي.