د تخار په اشکمش کې اندیښمنونکی وضعیت

د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ اوسیدونکو ددغه ولسوالۍ امنیتي وضعیت اندیښمنونکی بللی او له دولت څخه یې د جدې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د اشکمش ولسوالې د څو ورځو راهیسي د وسله والو طالبانو د ګواښ لاندې ده او امنیتي ځواکونه هم  د وسلوالو سره په نښتو کې ښکیل دي.

ددغه ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکې وایي چې شپه او ورځ ناراحته دي او د امنیتي مسایلو له وجې سخته اندیښنه لري.

دوې له مرکزي او محلي دولت څخه د اشکمش ولسوالۍ د وضعیت په اړه د جدې پاملرنې غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د تخار د والي ویاند، جواد هجري خاور میانه خبرې اژانس ته وویل«د اشکمش وضعیت یو جنګي وضعیت دی.»

د نوموړي پر وینا،دغه ولسوالۍ ته مرستندویه او اضافي ځواکونه لیږدول شوي او د اشکمش ولسوالۍ د تصفیې لپاره به ډېر ژر پراخه چاڼیز عملیات ترسره شي.

هجرې څرګنده کړه چې په اشکمش ولسوالۍ کې د جګړه ایز وضعیت له امله له څه وخت راهیسې امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکيل شوي دي.

که څه هم د تخار ولایت سیمه ایز چارواکي په راتلونکو ورځو کې د تصفیوي عملیاتو د ترسره کیدو خبر ورکوي؛ مګر د اشکمش ولسوالۍ اوسیدونکي اندیښمن دي چې د دوې دغه عملیات د ولسوالۍ د سقوط او شتمنیو د لوټیدو وروسته ترسره نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۱۰ ورځې وړاندې د بغلان،کندز او تخار ولایتونو لپاره د طالبانو د نومول شویو والیانو په رهبرۍ سلګونو طالبانو پر اشکمش ولسوالۍ یرغل کړی و او د ولسوالۍ د سقوط کولو لپاره یې درانه بریدونه ترسره کړي و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *