کونړ کې وسله والو یو ځوان ورزشکار د موزیک په اوریدو وژلی
د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د اختر په دریمه ورځ وسله والو یو ځوان د سندرو اوریدو په جرم وژلی دی.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: « زبیر مومند » د اختر په دریمه د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ ته د اخترخوښیو د نمانځلو لپاره تللی و ، چې له امنیتي کمربند تیر شوی وو او د طالب وسله والو په ساحه کې د میوزیک په اوریدو سره د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوی .
نوموړی زیاتوي زبیر مومند یو ورزشکار وو .
د کونړ ولایت مقام د یوې اعلامې په خپرولو سره دغه کړنه غندلې او ژمنه یې کړې، چې ډیر ژر به د دغې پیښې عامل ګرفتار او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.