د ټاکنو په ورځو کې د طالبانو څخه د نورستانۍ غوښتنه

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیسې  په یوه انځوریز پیغام کې له طالبانو څخه غوښتي دي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو په ورځ دې د رایې اچونې مرکزونه نه په نښه کوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په دې پیغام کې چې نن د ( زمري ۷) خپور شوی دی؛ حوا علم نورستانۍ ویلي دي ، ټاکنې یوه افغاني پروسه ده او طالبان هم افغانان دي.

نوموړې څرګنده کړه چې طالبان باید د افغانستان خلکو ته موقع ورکړي تر څو په ټاکنو کې پراخه ونډه ولري او د هېواد راتلونکی د ټاکنو له لوري وټاکي او د خپلې خوښې جمهور رئیس وټاکي.

میرمن نورستانۍ زیاته کړه:« ټاکنې د افغانستان د خلکو حق دی او هیله لري چې هغوې ( طالبان) به له خلکو دغه حق نه اخلې او ښځې او سړي به په ټاکنو کې ګډون کوي.»

وسلوالو طالبانو لا تر اوسه ددې غوښتنې په اړه غبرګون ښودلی نه دی.

د جمهوري ریاست ټاکنې به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د تقویم پر اساس د روان کال د تلې د میاشتې په ۶ نیټه ترسره کیږي او د بې امنیتیو د اندیښنو سره به هم په همدغه ورځ ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو کمپاینونو په لمړۍ ورځ  یو شمېر بریدګرو د «دولت ساز» ټیم د مرستیال امرالله صالح دفتر ته نږدې چاودنه وکړې چې ددې پیښې په پایله کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل