په لغمان کې د طالبانو د لایزري وسلې څخه کار اخیستونکی ووژل  شو

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو د لایزرې وسلې ماهر ، چې لسګونه تنه امنیتي ځواکونه یې وژلي وو په علیشنګ ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دا د لایزري وسلې درلودونکی پر علیشنګ ولسوالۍ باندې په برید کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیس بوک پاڼه لیکلي دي چې «د ترهګرو د لایزرې وسلې یو تن ماهر د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند د پولیسو پر یوې پوستې باندې د برید پر مهال د پولیسو له لوري وژل شوی دی. »

د نوموړي پر وینا، وژل شوي کس په تیرو میاشتو کې د خپل لاس لاندې وسلې په وسیله لسګونه امنیتي ځواکونه په ډزو وژلي دي.

رحیمي زیاته کړي ده چې په دې کمین کې ددغه لایزري وسلې درلودنکي تن یو بل همکار هم وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *