ننګرهار کې چاودنې ۷ کسان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي
د ننګرهار چارواکي وایې؛ د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د واده خوښيو کې ۱۱ ګډون کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل؛ نن د زمري په ( ۳) نیټه سهار مهال شا وخوا نهه بجې د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو سیمه کې د سړک غاړي ځآی پر ځای شوي ماین په یوه ډاډسن موټر،چې په کې د یوې کورنۍ اړوند غړي د واده خوښيو ته د ګډون په موخه روان وو،چاودنه کړې .
نوموړی زیاتوی، یاده پېښه چې د وزیرو په سنډلۍ سیمه کې رامنځته شوې،له امله یې۶ میرمنې او یو ماشوم وژل شوي او د یوې میرمنې په ګډون څلور نور ټپیان دي،چې د ټپيانو روغتیایي حالات هم ډاډمن ندی .
یاده کورنۍ د وزیرو خوځخیلو سیمې څخه فتخ خرګې سیمې ته په یوه ډاډسن موټر کې د واده مراسمو کې د ګډون په موخه روان وو،چې په سنډلۍ سیمه کې پرې د سړک غاړې ماین چاودنې واده په غم بدل کړ.
بل خوا د ننګرهار والي شامحمود میاخیل په دغې پښې خواشیني څرګنده کړې او دا کړنه یې د امن او سولې د دښمنانو کار یاد کړی.
د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.