ننګرهار کې نامعلومو وسله والو یو ترافیک وژلی

د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نا معلومو وسله والو یو تن ترافیک پولیس په ډزو وژلی.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  نن د زمري په ( ۲)  نیټه سهار ۶:۴۰  بجې د جلال اباد ښار اړوند د چپرهار هډې سیمه کې نامعلومو وسله والو یو ۵۰ کلن ترافیک ( سید افضل) په داسې مهال وژلی، چې د سهار د چای په څکلو  بوخت ؤ.

نوموړی وایې وسله وال له سیمې تښتیدلي خو د نیولو په اړه یې پلټنې روانې دي.

د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Author

خروج از نسخه موبایل