د صهیونیستي رژیم د نظامیانو له لوري د فلسطینیانو ۲۵۰ کورونه ورانیږي

د صهیونیستي رژیم د نظامیانو له لوري کرانه باخترې ته نږدې د «وادی الحمص» په سیمه کې په بې ساري ډول  د فلسطینيانو د کورونو د نړیدو او له مینځه وړلو بهېر پیل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د فلسطینیانو د کورونو نړیدل تیره ورځ د «وادي الحمص» له سیمې پیل شوي او په لمړۍ مرحله کې ۱۰۰ کورونه په بشپړ ډول له مینځه وړل شوي دي.

د کورونو د نړیدو بهېر له کورونو څخه د لس ګونو کورنیو په راویستلو پیل شوی او صهیونیستان په بلدوزر دستګاوو ،برقي بیلونو او کورونو کې په چاودنو سره د «وادي الحمص» دسیمې د پاکولو په حال کې دي.

ددې کورونو په نړولو سره چې هایل دیوال ته نږدې موقعیت لري،د بیت المقدس ښار د کرانه باختري څخه جلا کیږي،ټاکل شوي ده په مجموعي ډول ۲۵۰ کورونه تخریب شي او دا پیښه د ۱۹۶۷ کال راهیسې بې ساري بلل شوي ده.

اوس مهال هغه زنانه او ماشومان چې له کورونو راویستل شوي دي،له کومې سرپناه پرته د سوځنده لمر لاندې په خیمو کې ژوند کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *