خلیلزاد څو ورځې کابل کې پاتي کیږي
جمهوري ریاست ارګ د ډونالډ ټرمپ له تندو څرګندونو وروسته اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» څو ورځې په کابل کې پاتي کیږي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،خلیلزاد د طالبانو سره د تازه پړاو خبرو اترو لپاره تیره ورځ کابل راغلی او له جمهور رئیس غني سره یې لیدلي دي.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلې دي چې «محمد اشرف غني» تیر ماښام د «زلمي خلیلزاد» سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې څخه په نقل په دې لیدنه کې په وروستیو بدلونونو او د افغانستان په اړه د امریکا د جمهور رئیس د څرګندونو په اړه هر اړخیز بحثونه شوي او لازمه ګڼل شوي تر څو خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتي شي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې،زلمي خلیلزاد سولې ته د رسیدو په لار کې جمهور رئیس ته د خپلو هڅو او فعالیتونو په اړه مالومات ورکړي دي.
په دې سره چې د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د خلیلزاد اتم کاري پړاو له تیرې ورځې پیل شوی؛ مګر خلک او کارپوهان په دې باور دي چې له دې وړاندې د نوموړې هلوځلو کومه مشخصه لاسته راوړنه درلودلې نه ده.