په پاکستان کې د یوې ښځې له لورې په ځان وژونکي برید کې ۳۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د پاکستان د خیبر پختونخوا د یوه روغتون پر ودانۍ باندې د یوې ښځینه له لوري  د ځان وژونکي برید په پایله کې ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه ځان وژونکی برید نن ماسپخین د ( چنګاښ ۳۰) د یوې ښځې له لوري د دیره اسماعیل خان په روغتون ترسره شوی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو « پرس اسوسیشن»  خبرې اژانس ته ویلي دي چې په لمړي سر کې وسله والو موټر سایکل سپرو کسانو پر پولیسو ډزې وکړي او له هغې وروسته یوې ښځې د روغتون دروازې ته نږدې خپل ځان ته چاودنه ورکړه.

د سرچینې پر وینا،په ډزو کې دوه پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ځان وژونکي برید په پایله کې څلور پولیس او درې ملکي وګړي وژل شوي او د اتو پولیسو په ګډون ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې چاودنه کې روغتون ته هم زیات زیان رسیدلی دی.

پاکستانیو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *