ننګرهار کې یو موټر بم لمنځه وړل شوی
دغه موټر بم دننګرهار د ملي امنیت د ځواکونو له لورې له منځه وړل شوی.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په راسیدلې خبرپاڼه کې راغلي د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ نوکړ خېلو سيمه کې تېره شپه د دې ولايت ملي امنيت رياست په هڅو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې يو موټر بم لمنځه وړل شوی.
د خبرپاڼې له مخې دغه کرولا ډوله موټر، چې د وسله والو طالبانو لخوا په کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوي و او پلان يې درلود، چې د دې ولايت پر يو هم ځای موټر بم بريد تر سره کړي؛ خو موخې ته له رسيدو وړاندې لمنځه يوړل شو.
د یادونې وړ ده، په دې اوونۍ کې دا دويم موټر بم دی، چې په دې ولايت کې لمنځه وړل کيږي او ور سره د خونړيو پېښو مخه نيول کيږي.