د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د سړک غاړي ماین چاودنه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه نن سهار ( چنګاښ۲۵) د کابل ښار په ارازان قیمت ناحیه کې رامنځته شوي ده.
د نوموړي پر وینا،دغه پیښه د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوي چې تلفات له ځان سره نه لري.
د سیمې اوسیدونکي هم وایي چې د چاودنو په غږ له خوب څخه بیدار شوي دي.
وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې چاودنه یې د پولیسو پر پوسته ترسره کړي ده.