په بلخ کې د ماین په چاودنه کې دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

د بلخ ولایت د چهاربولک په ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې دوه کوچنیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خبرپاڼې څخه په نقل دا پیښه نن سهار( چنګاښ ۲۴) د چهاربولک ولسوالۍ د خان اباد په سیمه کې رامنځته شوي ده.

د خبرپاڼې څخه په نقل د یوې کړۍ ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې دوه کوچنیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پیښه هغه مهال رامنځته شوي چې ماشومان په لوبو بوخت وو.

دا دوه ماشومان په داسې حال کې د ماین په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې،د امریکا د دفاع وزارت د تازه ارقامو له مخې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو پینځو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالی په پای کې ۹۵۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *