د جمهوري ریاست د ټاکنو بودیجه منظور شوه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره په پام کې نیول شوي بودیجه د افغانستان د دولت او نړیوالی ټولنې له لوري منظور شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د روان کال د تلې په شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي لپاره شاوخوا ۱۴۹ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نن ورځې ( چنګاښ۲۴) په خبرپاڼه کې څرګنده کړه چې دا بودیجه د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې له لوري منظور شوي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي«کمیسیون د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۶ مه رڼو،عادلانه او سراسري ټاکنو ترسره کیدو ته ژمن دی،له ښه بخته د جمهوري ریاست د ټاکنو د اړتیا وړ بودیجه د ۱۳۹۸/۴/۲۰ نیټه منظور شوي او د کمیسیون رهبري په دې برخه کې له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه مننه کوي.»

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مالوماتو له مخې،د ۱۴۹ میلیونه ډالرو له جملې څخه ۹۰ میلیونه ډالر د افغانستان د دولت له لوري او ۵۹ میلیونه ډالر د نړیوالې ټولنې له لوري تامینیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ټاکل شوي نيټه د ټاکنو په ترسره کیدو او نه ترسره کېدو شکونه هماغسې پاتي دي او د جمهوري ریاست یو شمېر نوماندان د ټاکنو په پروسه کې د دولت د لاس وهنې په اړه اندیښنه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *