د خوست ولایت پولیسو د دوه کړۍ ماینونو په کشفولو سره ددغه ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې د دوه چاودنو مخنیوی کړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه دوه کړۍ ماینونه وړمه شپه د خوست د پولیسو له لوري نیول شوي او د ماین شنډولو ټیم له لوري شنډ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې دوه کړۍ ماینونو په کشفیدو سره د موسی خیلو په ولسوالۍ کې د دوه چاودنو مخه نیول شوي ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې دا ماینونه د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي وو.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.
له بله پلوه هم د کورنیو چارو وزارت په میدان وردګو ولایت کې د څلور میله کلاشینکوفونو د کشف خبر ورکوي او وایي چې دا وسلې په یوه نقلیه واسطه کې ځای پر ځای شوي وي او سمنګان ولایت ته قاچاق کيدلي .