ننګرهار کې چاودنې یو  پولیس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند کابل هډې سیمه کې د پولیسو په رینجر موټر چاودنه شوې.

د ننګرهار  د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د چنګاښ په ( ۲۲ ) نیټه سهار ۷:۳۰ بجې د جلال اباد ښار  اړوند د کابل هډې په سیمه کې د نهر په غاړه د پولیسو په رینجر موټر د نښلول شوي ماین له امله چاودنه رامنځ ته شوې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

تراوسه کوم چا د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *