د قطر د ناستې په اړه د خلکو بې باورې

د هېواد یوه لویه برخه خلک،ځوانان او زده کوونکي د قطر په بین الافغاني ناسته کې پر ترسره شویو پریکړو بې باوره دي او ورته خوشبین نه دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د قطر بین الافغاني ناسته تیره اوونۍ د دوه ورځو خبرو اترو وروسته د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده.

په همدې تړاو د خاور میانه له لوري د شپږو ورځو لپاره نظر پوښتنه شوي چې نږدې ۲۰۰۰ کسانو پکې ګډون درلود او ددې پوښتنې «ایا د قطر  بین الافغاني ناستې ته خوشبین یاست؟» په تړاو یې د «هو»او «نه» په انتخابولو سره ځوابونه ورکړل شوي دي.

په دې نظر پوښتنه کې ۷۰ سلنه ګډونوالو د «نه» په انتخاب سره مثبت ځواب ویلي وو او ۳۰ سلنه کسانو د قطر د ناستې په اړه خوشبیني ښکاره کړي وه.

د خاور میانه خبرې اژانس یو شمېر تعقیبوونکو او کاروونکو ددې پوښتنې په اړه خپل نظرونه هم شریک کړي وو.

فرهاد مهمند ویلي دي:«سمه ده چې څو افغاني جسدونه ولاړل؛ مګر دې ته باید افغاني ونه وایو،څرنګه چې طراح یې بهرنی دی او له وړاندې څخه طرحه او ډیزاین شوي ده،څنګه چې د ټولو افغانانو نظرونه وانخیستل شول،ممکن د خلکو په ګټه نه وي.»

د شیرالله سادات په نوم یوه بل تعقیبونکي څه دا ډول غبرګون ورکړی دی«په مختلفو هېوادونو کې د یوې موضوع پر سر ګڼې غونډې څه مانا لري» په هره اندازه چې د غونډو شمېر زیاتیږي د سولې رښتینې معنی ته رسیدل کم رنګه کیږي.

داوود مبارز وایي چې «که چیرته امریکا وغواړي په افغانستان کې سوله راتلای شي که ونه غواړي جرګه او پرګه ګټه نه لري،د اضافي لګښتونو یوه برخه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په بین الافغاني مذاکراتو کې  هیڅ یو شخص د دولت په استازیتوب ګډون ونه کړ او په دغه ناسته کې د طالبانو د پلاوي رییس عباس ستانکزي په څرګنده اعلان وکړ چې د قطر ناسته یوازې یو کنفرانس وو او پریکړې یې عملي جنبه نه لري.

Author

خروج از نسخه موبایل